ډېر لوستل شوي

د دفاع وزارت مسلکي پرسونل ۵۳ بېلابېل پوځي وسایط رغولي

ملي دفاع وزارت په ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو کې د ۵۳ بېلابېلو پوځي وسایطو د بیارغونې خبر ورکړی دی.

ملي دفاع وزارت نن مازیګر(یکشنبه، چنګاښ لسمه) په خپل اېکس ددې وسایطو د بیارغونې خبر ورکړی دی.

ملي دفاع وزارت وړاندې په خپل اېکس لیکلي چې د ۲۰۱خالد بن وليد (رض) قول اردو د عبدالله بن عمر (رض) لومړۍ پلې لواء د جګړه ييزو تاميناتو پنځم کنډک مسلکي پرسونل یاد وسایط په تېره یوه میاشت کې رغولي دي.

په دغو ترمیم شویو وسایطو کې رنجر، هاموې امبولانسونه، ټانګونه، انټرنيشنل او کرينګ شامل دي.

د ملي دفاع وزارت مسلکي پرسونل تر دې وړاندې هم د لسګونو زرو وسایطو د بیارغونې خبر ورکړی وو.

اړوند خبرونه