ډېر لوستل شوي

د دوحې دریمې ناستې ته د مولوي ذبیح الله مجاهد هر اړخیزه وینا؛ نړۍ دې د نظرونو تفاوت ته د تقابل پر ځای د تعامل او تفاهم لارې چارې ولټوي

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د دوحې غونډې پر لومړۍ ورځ په خپله وینا کې ویلي چې د افغان حکومت د بهرني سیاست یو بنسټیز عنصر اقتصاد محوري ده.

ښاغلي مجاهد ویلي چې افغان حکومت د اقتصاد محوره پالیسي پر مټ سیمې سره پر نښلون بریالی شوی دی.
یادې غونډې ته مولوي ذبیح الله مجاهد وړاندې ویلي: د افغانستان اسلامي امارت په تېرو دریو کلونو کې په کوردننه د یوه مرکزي، قوي او مسلط نظام په توګه ځان ثابت کړی دی.
نوموړي نشه یي توکو سره د افغان حکومت پیاوړې مبارزې ته په اشارې ویلي چې اسلامي امارت د نشه یي توکو کښتونه چې نړۍ یې زیانمنه کړې وه، نږدې صفر ته نږدې کړل؛ خو نړیوالو لا هم د بدیل کښت اړوند هېڅ همکاري نه ده کړې.
ښاغلی مجاهد د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې ویلي چې باید د افغانانو مسلم حق(کنګل شوې شتمني) ازاده شي او د افغانستان پر بانکونو او سوداګرۍ شته بندیزونه پای ته ورسیږي.
مولوي ذبیح الله مجاهد وړاندې ویلي:
د نورو لاسته راوړنو ترڅنګ، د نړۍ او سیمې له هېوادونو سره تعاملات، اقتصادي وده، په افغانستان کې د بیارغونې د سترو پروژو عملي کول، خصوصي سکټور ته د پانګونې لپاره سهولتونه رامنځته کول او د کانونو مدیریت هغه مهم موارد دي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره ورته لازمه پاملرنه شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د دوحې د درېیمې غونډې لومړۍ ناسته نن(یکشنبه، جون دېرشمه) ترسره شوه او د یادې ناستې دویمه به سبا(دوشنبه، جولای لومړۍ) ترسره شي.
ددې غونډې کوربتوب د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سیاسي مرستیالې روزمري دیکارلو سره دی، چې غونډې ته د شاوخوا ۲۰ هېوادونو او سازمانونو استازي وربلل شوي دي

اړوند خبرونه