ډېر لوستل شوي

د مثبت تعامل پایله کې نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې په پراخېدو دي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو وزیر او د استخباراتو عمومي رییس سره  پرون ماښام کتلي دي.

ارګ نن غرمه(یکشنبه، چنګاښ لسمه) په خپل اېکس ددې لیدنې خبر ورکړی دی.

په دې کتنه کې خلیفه سراج الدین حقاني او مولوي عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو ته خپل وروستی سفر او د هغه هیواد له چارواکو سره لیدنې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره مهمې بللي دي.

خلیفه حقاني او مولوي وثیق وړاندې ویلي چې د عربي هېوادونو سربېره ګڼ نور هېوادونه هم له اسلامي امارت سره د اړیکو د پراختیا هیله لري. د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د نړۍ له ټولو هیوادونو سره پر مثبت تعامل ټینګار کړی او په وینا یې د اسلامي امارت هړاخیزې پالیسي د تګلارې له مخې افغان حکومت له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی.

اړوند خبرونه