ډېر لوستل شوي

زر کډوال له ایرانه راستانه شوي

د نیمروز ځایي مسوولینو د ورېښمو بندر له لارې د ۹۹۲ کډوالو د راستنېدنې خبر ورکړی دی.

د نیمروز د ورېښمو بندر آمر د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۵۱۸ تنه اړمن دمرستو په موخه یونیسار دفتر ته ور پېژندل شوي دي.

همدارنګه ۳ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه MPO موسسې ته ور پېژندل شوي، ۹۶ تنو ته سېمکارتونه ورکړل شوي او ۸۷ تنو نورو ته روغتیایي چوپړونه رسېدلي دي. د یادونې وړ ده چې له پاکستان او ایرانه د کډوالو د راستنېدنې لړۍ لا هم په چټکۍ سره روانه ده.

اړوند خبرونه