قطر کې د اسلامي امارت د دفتر مشر سهیل شاهین خبریالانو ته ویلي چې د دوحې درېیمه ناسته کې د افغانستان په تړاو خبرې کیږي او باید واقعیتونو ته پاملرنه وشي.
ښاغلي شاهین هیله ښودلې چې په دې غونډه کې افغانستان کې شته ستونزې حل شي. نوموړي پر بانکي او سوداګریز سکټور شته بندیزونو ته په اشارې ویلي، چې یاد بندیزونه باید لیري شي، تر څو د عامو افغانانو او سوداګرو ستونزې حل شي.
ښاغلي شاهین وړاندې ویلي چې نړیواله ټولنه باید کروندګرو ته د بدیلو او حلالو کښتونو په چمتو کولو کې همکاري وکړي.
تمه ده د دوحې درېیمه ناسته په ځایي وخت نن ماښام پیل شي.