مولوي ذبیح الله مجاهد نن(یکشنبه، چنګاښ لسمه) په خپل اېکس د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي او ازبک پلاوي سره د کتنې خبر ورکړی دی.
ښاغلي مجاهد لیکلي چې د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره یې ناسته کړې او د افغانستان او روسیې د اړیکو د پیاوړتیا اړوند غږېدلي دي.
ښاغلي مجاهد وړاندې لیکلي: روسیې د افغانستان اسلامي امارت له دریځ څخه ملاتړ وکړ
او اسلامي امارت هم د روسیې له مثبت دریځ څخه مننه وکړه.
ښاغلي مجاهد همداراز د ازبکستان د ولسمشر د ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف سره کتلي او د دواړو هېوادونو پر اړوندو موضوعاتو یې بحثونه کړي دي. همدارنګه ازبک پلاوي دوحې ناستې کې د اسلامي امارت له دریځ ملاتړ څرګند کړی دی.
تمه ده د دوحې ناسته نن ماښام په ځایي وخت ۶ او ۴۵ دقیقې پیل شي.