ډېر لوستل شوي

نن د دوحې د درېیمې ناستې رسمي پرانیسته کیږي

د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي په خپل اېکس د دوحې د درېیمې ناستې د پرانیستې خبر ورکړی دی.

ښاغلي جلالي ویلي د اجنډا له مخې دا ناسته به نن(یکشنبه، جون دېرشمه) په ځایي وخت

ماښام ۶:۴۵ پيل او ۸:۴۵ پای ته ورسېږي.

ښاغلی جلالي زیاته کړې، د دغې ناستې د دویمې ورځې په لومړۍ برخه کې به د مالي او بانکي بندیزونو او خصوصي سکټور او دویمه برخه کې به د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او پرمختګ په اړه خبرې وشي.

نوموړي ویلي چې د یادو دوو ورځو وروسته ترسره کېدونکې ناستې په دې غونډې پورې تړاو نه لري. بل پلو، افغان پلاوی هم دوحې ته رسېدلی دی.

اړوند خبرونه