ډېر لوستل شوي

هلمند کې پر امارتي ځمکه جوړشوي دېوالونه نړول شوي

دهلمند په باباجي ولسوالۍ کې پر امارتي ځمکه جوړشوي دېوالونه نړول شوي دي.

د تېرو څو ورځو په ترڅ کې د هلمند کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا  د باباجي ولسوالۍ د کرنیزو خدمتونو مدیریت او اړوندو امنیتي مسوولینو په همکارۍ د سلګونه جریبه امارتي ځمکې مخنیوی شوی دی.

ویل کیږي چې ددې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې پر امارتي ځمکه کورونه جوړ شوي وو او نوره ځمکه کښټ ته چمتو کېدله چې د کرنې مسوولینو او امنیتي ځواکونو په ګډه همکاري یې د غصب مخه ونیول شوه. همدارنګه د یادو ځمکو غاصبین او د غصب توکي نیول شوي او  نورو څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوي.

اړوند خبرونه