د کندهار د کرنې ریاست مسوولینو ویلي چې په دې ولایت کې د نورو کلونو په پرتله د غنمو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی او کروندګر هم خپلو کښتونو ته خوشاله دي.
مسوولینو زیاته کړې، چې د تیر کال په پرتله په کندهار کې د غنمو په حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی راغلی او په روان کال کې به ۳۶۱ زره مټیریک ټنه غنم ترلاسه کړي.
د کندهار د کرنې ریاست مسوولینو په وینا په دغه ولایت کې تر 96 زره هکټاره پر زیاته ځمکه غنم کرل شوي، خو له بله پلوه بزګرانو ویلي چې بې وخته اورښتونو او زیاتو اوبو یې د غنمو غله دانه زیانمنه کړې.
د ارغنداب ولسوالۍ یوه بزګر محمد طاهر ویلي چې د غنمو نرخ سلو افغانیو ته رسیږي او د تېرو کلونو په پرتله یې حاصلاتو کې یو سلنه زیاتوالی هم راغلی دی.
نوموړي زیاته کړې، د یادو حاصلاتو له تر لاسه کولو څخه وروسته يې د کورنۍ ټولې اقتصادي ستونزې هواریږي. ده له حکومته غوښتي، چې د افغاني غنمو د قاچاق مخه ونیسي؛ څو د غنمو برخه کې پر ځان بسیا شو.
پر دې سربېره د غنمو سږنیو حاصلاتو یو شمېر لوګري هم خوشاله کړي دي. دوی چې د غنمو پټي په مزدورۍ نیسي او بیا یې ریبي؛ زیاتوي چې بل رزوګار نه لري او د غنمو حاصلاتو ورته د کار زمینه برابره کړې ده.
عتیق الله د ۲۲ کسه کورنۍ مشر دی او د لو په مټ خپلې کورنۍ ته نفقه ګټي. د نوموړي په خبره، میاشتنی لګښت یې لس زره افغانۍ دی، که په یوه ولسوالۍ کې ورته کار پیدا نه شي، ان بلې ولسوالۍ ته پسې سفر کوي او د کورنۍ نفقه چمتو کوي. عتیق الله له ځایي مسوولینو غوښتي چې کارموندنه ورته وکړي، تر څو د کار زمینه ورته پیدا او له سخت کار او ولسوالیو ته له سفرونو راوګرځي.
په ورته وخت کې د کندهار ولایت د کرني آمر شمس الرحمن موسی بیا روان کال د غنمو په حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی مني او زیاته کړې یې ده چې سږکال به ۳۶۱۰۰۰ مټریکه ټنه غنم ترلاسه شي.
نوموړی په یو شمېر ولسوالیو کې د طبیعي افتونو او اورښتونو له کبله د غنمو د ناروغۍ یادونه کړې، خو د تشویش وړ یې نه بولي.
کندهار کې د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي خبر په داسې وخت کې ورکول کیږي چې په دې وروستیو کې سختو اورښتونو د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې کرنیزې ځمکې ویجاړې کړي او کښتونو ته یې درانه زیانونه اړولي دي