ډېر لوستل شوي

افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالر د لیلام په ډول پلوري

د افغانستان بانک په خپلې رسمي اېکس پاڼې لیکلي چې تمه ده دغه بانک سبا (سه شنبه، چنګاښ۱۱مه) ۱۵ میلیونه ډالر لیلام کړي.
د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کړې، څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.
افغانستان بانک تل ویلي چې امریکایي ډالر د افغانیو د ارزښت، د خوراکي او ناخوراکي توکو د بیو د ټیټوالي او د بانکي کارونو د نه خنډتیا په موخه لیلام ته وړاندې کوي

اړوند خبرونه