ډېر لوستل شوي

افغان پلاوي د دوحې ناستې څنډه کې د نورو هېوادونو له استازو سره کتلي

مولوي ذبیح‌الله مجاهد د دوحې ناستې په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو له استازو سره د کتنې خبر ورکړی دی.
ښاغلي مجاهد د دوحې ناستې په څنډه کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې، د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال او سفیر او د ناروې له استازي سره جلا-جلا ناستې کړي دي.
په دې کتنو کې د سوداګریزو او ډپلوماټیکو اړیکو پر ساتنه او پیاوړتیا بحثونه شوي دي.
ورته مهال د ناروې استازي له مولوي ذبیح‌الله مجاهد سره په خبرو کې منلې، چې هېواد یې د افغانستان په اړه رغنده نظر لري.
د یادونې وړ ده چې د دوحې تر پرونۍ ناستې وړاندې هم افغان پلاوي د هند، روسیې او ازبکستان استازو سره کتلي وو او یادو هېوادونو دوحې ناسته کې د افغان حکومت د دریځ ملاتړ کړی

اړوند خبرونه