ډېر لوستل شوي

د دوحې ناستې دویم پړاو پیل شو

مولوي ذبیح الله مجاهد نن(دوشنبه، چنګاښ ۱۱مه) په خپل اېکس د دوحې ناستې د دویم پړاو د پیل خبر ورکړی دی.
ښاغلي مجاهد لیکلي چې افغان استازي به نن دوه جلا ـ جلا پرېزنټېشنونه وړاندې کړي.
د ښاغلي مجاهد په قول، په دې پړاو کې به د خصوصي سکټور د ملاتړ او د نشه یي توکو د بدیلو کښتونو اړوند د افغان استازو پرېزنټېشنونه وړاندې شي.
د خصوصي سکټور د ملاتړ اړوند پرېزنټېشن به د صنعت او سوداګرۍ وزارت او افغانستان بانک مسوولینو له لوري او د نشه یي توکو د بدیل کښت د چمتووالي اړوند پرېزنټېشن به د کورنیو چارو وزارت د استازو له لوري وړاندې شي.
د یادونې وړ ده چې د دوحې ناستې په پرونۍ غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد او د یو شمېر سازمانونو او هېوادونو استازو پرانیستې ویناوې وړاندې کړې.
د دوحې غونډې سبانۍ ورځ په افغان حکومت پورې نه اړوندیږي او ټاکل شوې چې په دې ورځ د ملګرو ملتونو استازي د مدني ټولنو له غړو او ځینو مېرمنو سره بحثونه ولري

اړوند خبرونه