ډېر لوستل شوي

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له ازبکستاني پانګوالو سره کتلي

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن(دوشنبه، چنګاښ ۱۱مه) په خپل کاري دفتر کې له ازبکستاني پانګوالو سره کتلي دي.
په دغه کتنه کې ازبکستاني پانګوالو په افغانستان کې د ډبرو سکرو د کېندنې او پروسس، له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید، د نفتو د معیاري چاڼ‌خونې جوړولو، د سیمنټو د تولید کارخونې جوړولو، د مالګې کانونو د استخراج او معیاري پخې مالګې د تولید، د معیاري نساجي کارخونې رامنځته کولو او همدارنګه هېواد کې برېښنایي حکومتولۍ برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
دغه پلاوي ویلي چې اوسمهال افغانستان کې د پانګونې لپاره غوره فرصتونه رامنځته شوي او په یادو برخو کې به خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړي.
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په بېلابېلو برخو کې پانکونې ته ددې پلاوي د لېوالتیا هرکلی کړی او په یادو برخو کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
یاده دې شي چې پرون افغان پلاوي قطر کې له ازبکستاني پلاوي سره کتلي و او د دوحې ناستې په تړاو یې د افغان حکومت د دریځ ننګه کړې ده

اړوند خبرونه