ډېر لوستل شوي

د افغان، ازبکستاني، پاکستاني او قطري استازو تر منځ غونډه وشوه

مولوي ذبیح الله مجاهد په دوحه کې د افغان، ازبکستاني، پاکستاني او قطري استازو ترمنځ د یوې څلور اړخیزې غونډې خبر ورکړی دی.

ښاغلي مجاهد پرون ماخوستن(دوشنبه، چنګاښ ۱۲مه) په خپل اېکس ددې ناستې خبر ورکړی دی.

د مولوي ذبیح الله مجاهد په خبره چې په دې غونډه کې د افغان ټرانس پروژې پر چټکتیا بحث شوی او ټولو اړخونو د دې پروژې د ژر بشپړېدو غوښتنه کړې ده.

افغان ټرانس د وسپنې پټلۍ پروژه د دریو هیوادونو (ازبکستان، افغانستان، پاکستان) ترمنځ تېریږي چې د ازبکستان له ترمذ ښار څخه پیل او له بلخ، سمنګان، بغلان، پروان، میدان وردګ، کابل، لوګر او پکتیا وروسته به د پاکستان له ریل پټلۍ سره ونښلول شي. ددې پروژې په مټ به سیمه ییز اتصال رامنځته او منځنۍ اسیا به له جنوبي اسیا سره ونښلي.

اړوند خبرونه