ډېر لوستل شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ازبکستان ته ولاړ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی نن( سه شنبه، چنګاښ ۱۲مه) ازبکستان ته ولاړ.

د ښاغلي عزیزي په مشرۍ دې پلاوي د افغاني تولیداتو په جوړېدونکي نندارتون کې د ګډون په موخه تاشکند ته سفر کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو پر بنسټ، دغه نندارتون کې به د هېواد ۲۵۰ سوداګر او صنعتکاران غالۍ، لاسي صنایع، ګرانبیه ډبرې، وچه مېوه او یو شمېر نور محصولات د دریو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه نندارتون افغاني محصولاتو  ته د بازارموندنې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه جوړېږي. د یادونې وړ ده چې په تاشکند کې تر دې وړاندې هم د افغاني توکو یوشمېر نندارتونونه جوړ شوي وو.

اړوند خبرونه