ډېر لوستل شوي

د کونړ ۳۴ روغتونونو کې انتظارخونې او واکسین خونې جوړیږي

د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي چې ددې ولایت په ۳۴ روغتیایي مرکزونو کې به انتظارخونې او د واکسینونو د ساتنې خونې جوړې شي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا د مسوولینو په قول، ددې خونو پر رغونې به ۴ میلیونه افغانۍ لګښت راشي.

له دې ډلې به د ناروغانو د پایوازانو لپاره د ۴.۶  میلیونه افغانیو په لګښت تم خونې او په ۱۵ روغتیایي مرکزونو کې به واکسین خونې جوړې شي.

بل پلو، د کونړ اوسېدونکو هم د یادو پروژو پیل ته خوښي خوښېدلې او په وینا یې چې ددې انتظار خونو په جوړولو به د ناروغانو پایوازانو ته اسانتیاوې برابرې شي.

اړوند خبرونه