ډېر لوستل شوي

هرات کې یو نندارتون پرانیستل شوی

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولینو ویلي چې په دې ولایت کې د «هرات شپې» په نوم یو نندارتون پرانیستل شوی دی.
ویل کیږي چې دغه نندارتون د هنرمندانو د ملاتړ په موخه جوړ شوى.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي احمدالله متقي د دغه نندارتون د پرانیستې پر مهال له هنرمندانو ملاتړ څرګند کړی او د هرات له ښاریانو یې غوښتي چې د خپلو کورونو د پسوللو لپاره دې د هنرمندانو اثار وپېري.
په دغه نندارتون کې شاوخوا ۲۳۰ بېلابېل اثار نندارې ته وړاندې شوي، چې ډېری یې د مېرمنو دي.
بل پلو، د هرات هنرمندانو ویلي چې د اسلامي امارت په راتګ سره په دې ولایت کې هنر غوړېدلی دی

اړوند خبرونه