ډېر لوستل شوي

د افغانستان او ازبکستان ګډه اقتصادي خونه جوړیږي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد  له لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه یف او نورو لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبر کې ویلي چې دې کتنه کې د دوه اړخیزو سوداګریزو او ټرانزېټي اړیکو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر انډول  خبرې شوي دي.

همدارنګه په دې کتنه کې د ریل پټلۍ د سکټور پر ودې او د سورخان – پلخمري د برېښنا لېږد په برخه کې د همکاریو په اړه بحثونه شوي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت له قوله، دواړو هېوادونو د سوداګریزې ګډې خونې پر جوړولو او همدارنګه د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي بحثونه کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان کې د افغاني توکو د یوه نندارتون پرانیستې ته تللی دی.

اړوند خبرونه