ډېر لوستل شوي

د اقتصاد وزیر چین ته ولاړ

د اقتصاد سرپرست وزير قاري دین محمد حنیف د یوه پلاوي په مشرۍ چین ته رسېدلی دی.
ویل کیږي چې افغان پلاوی به د نړیوالې همکارۍ لپاره د چین په شي‌ژانګ کې د ټرانس همالیا فورم څلورمه غونډه کې برخه واخلي.
چین کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي بلال کریمي هم د افغان پلاوي ملتیا کوي. افغان پلاوي کې د چاپیریال ساتنې ادارې رییس حافظ عزیز الرحمان او د بهرنیو چارو وزارت دوه غړي هم شامل دي.
افغان پلاوی د تبت اړوند نیانګچي سیمې ته رسېدلی او تمه ده غونډه سبا(پنجشنبه، چنګاښ ۱۴مه) پيل شي.
دې غونډه کې به د چین په ګډون د ګڼو هېوادونو استازي برخه واخلي

اړوند خبرونه