ډېر لوستل شوي

د دوحې ناستې تر راګرځېدنې وروسته افغان پلاوي د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل نن(چهارشنبه، چنګاښ ۱۳مه) په خپل اېکس د دوحې تر ناستې وروسته له مولوي امیرخان متقي سره د افغان پلاوي د کتنې خبر ورکړی دی.

مولوي ذبیح الله مجاهد د بهرنیو چارو له وزیر او ددې وزارت له یو شمېر رییسانو سره په ناسته کې د دوحې د درېیمې غونډې په تړاو بحثونه کړي دي.

همدارنګه مولوي ذبیح الله مجاهد د دوحې د درېیمې ناستې په څنډه کې له بهرنیو هېوادونو سره د خپلو لیدنو کتنو په تړاو مولوي امیرخان متقي او د بهرنیو چارو وزارت نورو کارکوونکو ته مالومات ورکړي. د یادونې وړ ده چې افغان پلاوي د مولوي ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د جون پر ۳۰مه او د جولای پر لومړۍ د دوحې په درېیمه ناسته کې برخه واخیسته. مولوي مجاهد نن(چهارشنبه، چنګاښ ۱۳مه) د دولت د رسنیو په مرکز کې د دوحې ناسته بریالۍ بللې وه.

اړوند خبرونه