ډېر لوستل شوي

مولوي ذبیح الله مجاهد: د اسلامي امارت لاسته راوړنو د دوحې ګډونوال حیران کړل

د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د دوحې د درېیمې ناستې د پلاوي مشر مولوي ذبیح الله مجاهد د دولت د رسنیو په مرکز کې د یوه کنفرانس پرمهال ویلي چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو ګډون کوونکي حیران کړي دي.

ښاغلي مجاهد وړاندې ویلي، د دوحې درېیمې ناستې کې مو نړیوالو ته روښانه کړې چې د افغانانو بشري موضوعات له سیاسي مسایلو جلا کړي او د سیاسي فشار وسیله یې ونه ګرځوي.

مولوي ذبیح الله مجاهد وړاندې ویلي: دا ډیره مهمه وه چې اکثره حتی نږدې ټولو هېوادونو له افغانستان سره په دواړو ټاکل شویو موضوعاتو(د خصوصي سکتور پیاوړتیا او نشه یي توکو سره د مبارزې برخه) کې د همکارۍ ژمنه وکړه او هغه یې د هېوادونو مکلفیت وباله.

نوموړي ویلي چې د دوحې د درېیمې ناستې له لارې مو نړیوالو ته خپل پیغامونه ورسول، نړۍ هم افغانستان کې وروستي پرمختګونه ستایلي او دا یې یو واقعیت بللی دی.

د یادونې وړ ده چې مولوي ذبیح الله مجاهد نن(چهارشنبه، چنګاښ ۱۳مه) د دولت د رسنیو په مرکز کې د دوحې د درېیمې ناستې په تړاو یو کنفرانس رابللی و.

اړوند خبرونه