ډېر لوستل شوي

هلمند کې له ۵۰۰ راستنوشویو کورنیو سره مرسته وشوه

د هلمند د مقام ریاست په لارښوونه د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له لوري له هغو ۵۰۰ کورنیو سره مرسته شوې چې تازه هېواد ته راستنې شوې وې.

د هلمند د طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي جمعه خان مستقیم رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي چې تازه (۴۶۹)کورنیو سره د ناخوراکي توکو مرسته شوې.

ویل کیږي چې دا کورنۍ په زور له ګاونډیو هېوادونو ستنې کړی شوي.

مولوي مستقیم د موسسو پر مسوولینو او سوداګرو غږ کړی چې د بېوزلو او اړمنو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.

په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته یوه کمپل، کټ، دسمال، د لوښو یوه بسته او لباس ورکړل شوي. د یادونې وړ ده چې تر دې پخوا هم دې ولایت کې پر اړمنو کډوالو مرستې وېشل شوې وې.

اړوند خبرونه