ډېر لوستل شوي

هلمند کې  ممپلیو کرکېلې ته د بزګرانو لېوالتیا زیاته شوې

د هلمند د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالوماتو له مخې په دې ولایت کې د ممپلیو کرکېلې ته د بزګرانو لېوالتیا زیاته شوې ده.

ددغه ریاست د مسوولینو په وینا چې د هلمند خاوره اوبه او هوا د ممپلیو کرکېلې، پالنې او روزنې ته مناسبه ده، په همدې موخه ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي او یوشمېر نورو ولسوالیو کې د ممپلیو کرکېله زیاته شوې.

ویل کیږي چې یوازې په نادعلي ولسوالۍ کې پر سلګونه جریبه ځمکه ممپلي کرل شوي او د ودې په حال کې دي.

د یاد ولایت کرنې ریاست د ممپلیو ارزښت ته په کتو غواړي چي په دې ولایت کي د ممپلیو کرکیله ترویج کړي چي له یوې خوا د کوکنارو ښه بدیل دی او له بلي خوا د بزګرانو په اقتصادي وده کي هم رغنده رول لري. ددغه ریاست مسوولینو ویلي کروندګرو ته یې روزنه ورکړې او د ناروغیو د مخنیوي سپارښتنې یې ورته کړي.

ممپلي په زړه پورې محصولات دي چې له افغانستان سربېره ټوله نړۍ کې مینوال لري. ممپلي د سرطان په مخنیوي، د هډوکو او حافظې په پیاوړتیا کې مرسته کوي.

اړوند خبرونه