ډېر لوستل شوي

هند کې د مذهبي مراسمو پر مهال تر ۱۲۰ زیات کسان وژل شوي

د هندوستان د اترپردېش ایالت په هاتراس ولسوالۍ کې د هندوانو په ست سنګ مذهبي مراسمو کې ۱۲۱ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
عیني شاهدانو ویلي چې دا پېښه د مراسمو د پای ته رسېدو پر مهال د ټېل ماټېل په وجې رامنځته شوې ده.
په پېښه کې وژل شوي ډېری ښځې او ماشومان دي. د مراسمو د ګډون کوونکو له خولې، یاد خلک هغه مهال تر پښو لاندې شول چې توپان وترهول او ځغاسته یې پیل کړه.
ایالتي مسوولینو د پېښې د څېړلو لپاره لوړپوړي چارواکي ګومارلي دي.
ځینې کورنۍ لا هم په خپلو خپلوانو پسې ګرځي او لسګونه مړي له پېژندنې وتي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې هند کې د ګڼې ګوڼې پرمهال سلګونه کسان مري، تر دې وړاندې هم په هغه هېواد کې د ګڼې ګوڼې په وجه سلګونه کسان وژل شوي دي.
شنونکي د ورته پېښو بیا ـ بیا پېښېدنه د احتیاطي تدابیرو نه نیول او په تنګ ځای کې د ګڼو کسانو راټولېدنه بولي

اړوند خبرونه