امید راډيو په لومړي ځل د هېواد په لوېدیځ هلمند ولایت کې خپلې خپرونې پيل کړي چې د هلمندمېشتو له تاوده هرکلي سره مخ شوي دي.
امید راډیو له ترسره کړې ژمنې سره سم، د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د خپلو خپرونو د غځونو په درشل کې په هلمند کې په ۱۰۳.۷ اېف.اېم. څپو خپلې خپرونې پیل کړي دي.
ورته مهال د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین هم په یاد ولایت کې د امید راډیو د خپرونو پيل غوره ګام بولي او له رسنیزو کارکوونکو او خبریالانو سره د هر راز همکارۍ ډاډ څرګندوي.
اوسمهال هلمندمېشتي کولی شي پرته له کومه خنډه د امید راډیو خپرونې واوري او د هېواد او نړۍ له تودو مسایلو ځانونه خبر کړي.
د لښکرګاه ښار اوسیدونکې عبدالولي عمري، عبدالوارث زیب او ګل محمد غورځنګ امید راډیو ته وویل: د راډیو په وسیله موږ کولای شو د خپلو معلوماتو زیرمه پیاوړې کړو.
د دوي په وینا، له هغه وخت څخه چې هلمند کې د امید راډيو نشرات پیل شوي، دوی يې اوري او خپل ورځني ژوند کې د هغو خپرونو اورېدل نه هېروي چې ټولنه او ولس ورته اړتیا لري.
عبدالولي عمري امید راډیو ته ویلي: (( ډیر زیات خوشحاله یم چې هلمند کې یوه بله راډیویي څپه رامنځته شوې ده چې هغه د امید راډیو ده، کومه چې په ۱۰۳.۷ اېف.اېم. خپروني کوي. له کله مې چې د امید راډیو خپرونې اورېدلي نو ددې راډیو خپرونې رښتیا هم د هلمند د ولسونو د زړه غږ دی.
ستاسو له راډیو بېلابېلې ادبي، پوهنیزې، روغتیايي او هغه خپرونې خپریږي چې د هلمند ولسونه ورته اړتیا لري.))
عبدالوارث زیب امید راډیو ته وایي: (( ډیر خوښ او خوشحاله یم چې امید راډيو په هلمند کې خپل فعالیتونو پیل کړي، چون تاسو ته معلومه چې رسنۍ په اوسنیو شرایطو کې یو له بنسټیزو ارتباطاتو څخه ګڼل کیږي چې د وګړو ترمنځ په لنډ وخت کې سالمي اړیکې، معلومات او مفاهیم نشروي. امید راډيو مو په هلمند کې پر 103.7اېف.اېم. څپو اورو امید د افغانانو د امیدونو پوره کوونکې!))
ګل محمدغورځنګ هلمند کې د امید راډیو د خپرونو د پیل په تړاو ویلي: (( ډېر خوښ او خوشحاله شوم چې داسې حساس وخت کې تازه امید راډیو په هلمند کې پر ۱۰۳.۷ څپو خپل نشرات پیل کړي. راډیو زموږ لپاره ډیره مهمه ده ځکه د راډیو له لارې موږ کولای شو چې په ډېر کم لګښت سره او پر وخت د خپل هیواداو نړۍ د حالاتو خبر شو.))
یو شمیر هلمندي خبریالان په یاد ولایت کې د امید راډیو د خپرونو پيل ته په نیک نظر ګوري او له سیمه ییزو مسوولینو د رسنیو د ملاتړ غوښتنه کوي.
د دوی په خبره د ټولني په پرمختګ کې رسنۍ مهم رول لوبولی شي او هېله يې څرګنده کړې چې امید راډیو به په دې برخه کې رغنده برخه واخلي.
((په هلمند کې د امید راډیو د نشراتو پیل د رسنیو برخه کې یو مثبت ګام دی او دلته د رسنیو د لا پياوړتیا لپاره او د رسنیو د زیاتیدو او خلکو ته د معلوماتو رسولو برخه کې یو مثبت ګام دي.
موږ خوښ یو چې امید راډیو هلمند کې خپرونې پیل کړي، دا به د هلمند لپاره یو ډېر ښه زیری وي، رسنۍ هغه څه دي چې د ټولني په پرمختګ کې مهم رول لري.))
ورته مهال د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امیر مولوي شیر محمد وحدت هم په هلمند کې د امید راډیو د خپرونو د پيل هرکلی کوي او په خبره یې، غږیزې رسنۍ خلکو ته د پیغام رسونې یوه غوره وسیله ده.
د نوموړي په وینا، د رسنیو او ژورنالیستانو د ملاتړ ترڅنګ به د هغوی د ستونزو د هواري په برخه کې هڅې وکړي.
نوموړي زیاته کړې: ((په هلمند ولایت کې د امید په نوم یوې رسنۍ په فعالیت پیل کړی دی. ان شاء الله د اسلامي او ملي ارزښتونو، د ولس د غوښتنو او ژورنالیزم د اصولو سره مطابق به هلمندي ولسونو ته نشرات کوي. د هلمند اطلاعاتو کلتور ریاست د رسنیو د ملاتړی ریاست دی، او موږ د د اسلامي امارت د اصولو په رڼا کې د بشپړي همکاری ډاډ ورکوو.))
د هلمند د ازادو خبریالانو د ټولنې مشر وحیدالله وحدت هم د امید راډيو د نشراتو د پیل په تړاو خوښي ښيي او دا د هلمندي وګړو لپاره یوښه زیری یادوي.
(( د امید نشرات د هلمند د رسنیز کور او ولسونو لپاره یو ښه زیری دی ځکه هره رسنۍ چې دلته اضافه کیږي دا په دې معنا چې د هلمندي ولسونو شته ستونزو ته پر وخت رسیدنه کیږي د هغوی د رسنیز احوال پوښتنه کیږي او د دوی شته مشکلات تر مسوولو چارواکو ژر رسیږي. د امید راډيو نشراتو ته هلمندي ولسونه ډیر خوشحاله دي چې له همدې راډیو څخه به ډير څه ترلاسه کړي او ډير څه به واوري او ډیر څه به ورڅخه زده کړي.))
د یادونې وړ ده، چې امید راډیو دمګړۍ د کابل سربیره د هېواد په کچه پراخ نشراتي پوښښ لري چې په سترو زونونو کې د استازولیو ترڅنګ يې په ټولو ولایتونو کې د استازو د ګومارنې لړې دوام لري.
امید راډیو په ټول هېواد کې په ۱۰۳.۷ اېف.اېم. څپو اوریدل کیږي، چې پر ملي ژبو، اسلامي، خبري، سیاسي، ټولنیزي او کلتوري خپرونې وړاندې کوي او دمګړې ۱۵ میلیونه اوریدونکې لري.
تر هلمند وروسته امید راډیو په نیمروز، فراه، زابل، ارزګان او غور ولایتونو کې هم خپل نشرات په ١٠٣.٧ اف ام څپو پیلوي.