ډېر لوستل شوي

لوګر کې ۵۰ تنو ته د لاسي صنایعو  برخه کې د زده کړو زمینه برابره شوې

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو ویلي چې ددې ولایت د خوښۍ ولسوالۍ ۵۰ تنو ځوانانو ته یې د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي شبیراحمد صدیقي ویلي، د یادو ۵۰ تنو څخه ۲۵ تنه یې ښځینه دي چې د لاسي صنایعو، خیاطۍ، سوداګرۍ، او نورو  بېلابېلو برخو کې به ورته د همکارو موسسو په مالي ملاتړ د زده کړو زمینه برابره شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې ددې پروژو په تطبیق سره به یاد وزګار ځوانان او مېرمنې پر کار بوختې شي. یاد ریاست د ورته نورو پروژو د تطبیق هیله هم لري.

اړوند خبرونه