ډېر لوستل شوي

ولادیمیر پوتین: اسلامي امارت د باثباته افغانستان رامنځته کولو په پار هڅې کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شانګهای همکاریو سازمان په سرمشریزه کې د افغانستان له ریښتینو سیاسي جوړښتونو سره د اړیکو پر ساتلو ټینګار کړی دی.
ښاغلي پوتین په دې سرمشریزه ناسته کې ویلي چې اسلامي امارت د یوه باثباته افغانستان رامنځته کولو ته لېوالتیا لري.
ښاغلي پوتین په سیمه کې د ترورېزم پر وړاندې د اسلامي امارت د ګډې مبارزې د چمتوالي په تړاو هم خبرې کړي دي.
ورته مهال د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو ټینګار کړی، چې باثباته او سوله ییز افغانستان د سیمې هېوادونو په ګټه دی.
د شانګهای همکاریو سازمان ناسته پرون او نن ترسره شوه چې د افغان حکومت له لوري پکې چا برخه نه وه اخیستې

اړوند خبرونه