ډېر لوستل شوي

ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کیږي

ټاکل شوې چې نن(جمعه، چنګاښ ۱۵مه) په ایران کې بیاځلې د ولسمشرۍ ټولټاکنې ترسره شي.
په نننیو ټاکنو کې د تېرو ټاکنو دوه مخکښ کاندیدان مسعود پزشکیان او سعید جلیلي سیالي کوي.
یادو دواړو کاندیدانو د ټاکنو په لومړي پړاو کې کافي رایې ترلاسه نه کړې.
راپورونه وایي چې ایران کې رایې اچونې ته د خلکو لېوالتیا کمه شوې.
ویل کیږي چې په دې ټاکنو کې یوازې ۴۰ سلنه خلکو ونډه اخیستې چې د ایران په تاریخ کې تر ټولو کمه کچه ده.
د یادونې وړ ده چې د ایران ولسمشریزې ټاکنې تېره جمعه، د چنګاښ پر اتمه ترسره شوې چې هېڅ کاندید پکې ۵۰ جمع یو رایې ترلاسه نه کړې

اړوند خبرونه