ډېر لوستل شوي

سرپل کې نږدې ۵۲ زره جریبه ځمکه له غصبه ازاده شوه

د سرپل ځایي مسوولینو په یاد ولایت کې د ۵۲ زره جریبه غصب شوې ځمکې د ازادېدو خبر ورکړی دی.
د سرپل د والي ویاند مولوي حبیب الله مسرور ویلي، چې په روان کال کې یې ۵۱ زره ۹۳۹ جریبه غصب شوې ځمکه د غصب کمېسیون په هلو ځلو د دولت برخه ګرځولې ده.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې یاده غصب شوې ځمکه دولتي وه او له شخصي ملکیت څخه بېرته راګرځېدلې ده.
د یادونې وړ ده چې د عدلیې وزارت اړوند د ځمکو د استرداد او بېرته راګرځونې کمېسیون د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې سلګونه زره جریبه ځمکه له غاصبانو ازاده کړې ده

اړوند خبرونه