د ننګرهار د کور او ښار جوړولو رییس ویلي چې د جلال اباد د اوسني ښار د بدیل ښار په پار یې۴۴ زره جریبه ځمکه په پام کې نیولې ده.
د یاد ولایت د کور او ښار جوړولو رییس مولوي محمد نبي سعید ویلي چې د جلال اباد ښار د نفوس لوړې کچې ته په کتو یاده پرېکړه شوې ده.
محمد نبي سعید د کور او ښار جوړولو وزیر سره کتنه کې ویلي، دغه اندازه ځمکه د جلال اباد ښار ختيځه برخه کې پرته ده، چې د ۸ زره جریبه ځمکې توپوګرافي سروې هم ترسره شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د نوي ښار لومړنۍ چارې یې پیل کړي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، یاد وزارت د ټولو ولایتونو لپاره منظمه ښاري پراختیا رامنځته کوي او هڅې یې پيل کړې، چې د سرپنا برابرولو او د ښارونو جوړولو برخه کې خپل مسوولیت په سمه توګه ترسره کړي