ډېر لوستل شوي

د پلازمېنې او ولایتونو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته درې میلیارده افغانۍ وېشل شوي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو  رییس مفتي فیصل ویلي چې د پلازمېنې کابل په ګډون د ولایتونو کونډو، معلولینو او یتیمانو ته درې میلیارده افغانۍ وېشل شوي.

ویل کیږي چې دا میاشتني معاشونه د یوې منظمې طرحې سره سم د بانکي سیسټم له لارې حواله شوي دي.

د ښاغلي فیصل په قول، وزارت د روان ۱۴۰۳ کال د ۶ میاشتو امتیازونه معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته وېشلي دي. مفتي فیصل وړاندې څرګنده کړې چې پاتې مستحقینو ته به هم یاد میاشتني امتیازونه ژر حواله شي.

اړوند خبرونه