د لغمان امنیتي مسوولینو ددې ولایت په اوږدو کې د یوې ټرافیکي پېښې خبر ورکړی دی.
دا پېښه د کابل ـ جلال آباد پر لویه لاره د لغمان اړوند سرخکانو خیرو خېلو سیمه کې رامنځته شوې چې ۱۴ تنه پکې ټپیان شوي دي.
پېښه د بکسې او کرولا موټرونو د ټکر په پایله کې رامنځته شوې.
ورته مهال په کاپيسا کې یوې ټرافيکي پېښې ۶ ټپيان کړي او د ۴ تنو ژوند یې اخیستی دی. په دې وروستیو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي چې ډېری وخت یې سبب د موټروانانو بې غوري او ګړندی تګ بلل کیږي.