مسعود پزشکیان په پرونیو ټولټاکنو کې تر خپل سیال ډېرې رایې وګټلې او د دغه هېواد ولسمشر اعلان شو.
پرونۍ ټولټاکنې د دوو مخکښو کاندیدانو مسعود پزشکیان او سعید جلیلي ترمنځ ترسره شوې.
د ایران ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې هېڅ یو کاندید د ټولو رایو نیمایي برخه ترلاسه نه کړه، له همدې کبله دا ټاکنیزه سیالي دویم پړاو ته وغځول شوه.
مسعود پزشکیان به د ایران د نهم ولسمشر په توګه لوړه وکړي.