د پکتیا کروندګر په دې ولایت کې د نورو کلونو په پرتله د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د کروندې د ورځې د نمانځلو په ترڅ کې منلې چې سږکال په دې ولایت کې د غنمو حاصلات ډېر دي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس مولوي سید امین هاشمي ویلي، د پکتیا کرنې ریاست څېړنیز مرکز کې د غلو دانو پر بېلابېلو ډولونو یې څیړنې کړي. د ښاغلي هاشمي په خبره چې د غنمو اصلاح شوې تخمونه به نور هم پراخوي؛ تر څو بزګرانو ته په معیار برابر اصلاح شوي تخمونه چمتو شي.
نوموړي د اصلاح شويو تخمونو خصوصي شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې د اصلاح شويو تخمونو د ترویج په برخه کې صادقانه کوټلي ګامونه واخلي. سید امین هاشمي همدارنګه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د اصلاح شويو تخمونو د زیاتوالي غوښتنه هم کړې ده.
بل پلو، د پکتیا بزګران د کرنې او مالدارۍ ریاست له چارو خوښ دي، خو د اصلاح شویو تخمونو او کرکېلې برخه کې د نورو مرستو غوښتونکي هم دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسوولینو ژمنه کړې چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له لورې په ټولو زونونو کې څېړنیز مرکزونه تمویل او د کرنیزو تخمونو په تولید کې به رغنده همکاري وکړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسوولینو په خبره، دوی هر کال زرګونو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه ویشې، چې د راتلونکي کښت لپاره به تر دې هم زیاتو مستحقو بزګرانو ته ووېشل شي.
د یادونې وړ ده چې د پکتیا سربېره سږکال په کندهار او نورو ولایتونو کې هم د غنمو حاصلات زیات شوي دي