د کاپیسا په مرکز محمودراقي کې د آشي هارا کراټې اووه لسم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.
دا سیالۍ ددې ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د آشي هارا کراټې فدراسیون د استازولي له لوري د زلمیو، ځوانانو او لویانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې.
په دې سیالیو کې ټولټال د آشي هارا کراټې ۱۵۰ تنو ورزشکارانو برخه اخیستې وه.
ددې سیالیو په پایله کې ٨٩ تنه د کاپیسا ولایت منتخبې لوبډلې ته ټاکل شوي.
د یادو سیالیو موخه کاپیسا کې د ځوانانو ترمنځ د یاد ورزش وده او ولایتي منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبډلې ټاکل په ګوته شوي دي.