د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي بېګاه شپه(یکشنبه، چنګاښ ۱۶مه) په خپل اېکس د ایران د نوي حکومت ټاکنې ته مبارکي ویلې ده.
ښاغلي بلخي په خپل اېکس هیله ښودلې چې د نوي حکومت په ټاکنې سره به د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې لاپسې ټینګې او پراخې شي. د یادونې وړ ده چې د تېرې جمعې ورځې په ټاکنو کې مسعود پزشکیان په غوڅ اکثریت سره له خپل سیال سعید جلیلي رایې وګټلې او د ایران د نهم ولسمشر په توګه وټاکل شو.