د ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۵ میلیارو افغانیو په ارزښت بېلابېلې رغنیزې پروژې منظورې کړي دي.
د ملي تدارکاتو کمېسیون دا ناسته نن(یکشنبه، چنګاښ ۱۷مه) د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه.
دې غونډې ته له معمول سره سم۲۲ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې وې چې له ډلې یې د ۱۲ پروژو تړونونه منظور، د ۳ لغوه او د ۱۰ نورو پروژو تړونونه ټاکل شوې کمېټې ته د هر اړخیزې څېړنې په پار سپارل شوي دي.
په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د یوشمېر ولایتونو په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړول، د بادغیس – فاریاب لویې لارې د دویمې برخې قیر اچونه او د همدې لارې د استنادي دیوالونو جوړول، د هرات د نورالجهاد سب سټېشن د انسلیټرونو نصب او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي. د منظورو شویو پروژو مالي ملاتړ د اسلامي امارت له لوري ور کول کیږي.