د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار یو۵۶ کلن سپین ږیری هیله لري چې په کانکور ازموینه کې بریالی او لوړې زده کړې هم بشپړې کړي.
د کانکور یاد نوماند لېواله دی چې په پاخه عمر د لوړو زده کړو په مټ د خپل هېواد، خاورې او ولس چوپړ وکړي.
ورته مهال د هلمند پوهنتون مسوولینو زیاته کړې: ((سږ کال په هلمند کې شاوخوا ۱۷۰۰ د دولسمو ټولګیو فارغو شویو د کانکور لپاره نوملیکنه کړې چې څه باندې زر تنه به د هلمند دولتي پوهنتون په بېلابېلو پوهنځیو کې جذب شي.))
نوموړی حاجي سیدولي نومیږي چې ۵۶ کاله عمرلري او د هلمند د بست کلا اصلي اوسیدونکی دی. دی اوسمهال د لښکرګاه ښار په کوچني کاریزنومي ځای کې په یوه خټین کور کې له خپلو څلورو زامنو او نورې کورنۍ سره ژوند کوي.
حاجي سیدولي څخه د وخت ناخوالو او کډوالۍ دا چانس اخیستي وو چې لوړو زده کړې ترلاسه کړي. نوموړی پروسږکال له ښوونځي فارغ شو او سږکال یې د کانکور ازموینه ورکړه. دی هیله لري چې شرعیات او یا هم د اقتصاد پوهنځی ولولي.
حاجي سیدولي زیاتوي: دې عمر کې مې ځکه د لوړو زده کړوترلاسه کولو لپاره هڅې پیل کړې ترڅو هغه ځوانان چې زده کړي نه کوي هغوی هم زده کړو ته مخه کړي او خپل راتلونکی روښانه کړي.
نوموړی وړاندې وایي: (( زه خپله تېرکال له ښوونځي څخه فارغ شوم، بیا مې د کانکور د ازمویني لپاره نوملیکنه وکړه، ترڅو ازموینه ورکړم او د خپلي خوښې وړ پوهنځي کې لوړې زده کړې وکړم.)) حاجي سیدولي له ټولو مشرانو او والدینو غوښتي چې پر خپلو اولادونو باندې لوړې زده کړې وکړي، تر څو راتلونکی یې روښانه واوسي.
ورته مهال د هلمند پوهنتون اداري مرستیال ډاکټرسمیع الله سعید ویلي: سږ کال هلمند کې شاوخوا ۱۷۸۳ د دولسم ټولګي څخه فارغ کسانو د کانکور ازموینې لپاره نوملیکنه کړې چې څه باندي زرتنه به د هلمند دولتي پوهنتون په بېلابېلو پوهنځیو کې جذب شي.
سعید زیاته کړې: (( الحمدالله سږکال په هلمند ولایت کي د کانکور ازموینې د داوطلبانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، شاوخوا ۱۷۸۳ تنو دااوطلبانو د کانکور لپاره نوملیکنه کړې چي له دې جملې څخه به يې تر زر زیات هلمند پوهنتون ته جذب شي او نور به د هېواد نورو پوهنتونونو ته لار پیدا کړي.))
د هلمند پوهنتون اداري مرستیال ډاکټرسمیع الله سعید وړاندې ویلي چي د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د هېواد په ډیری هغو سیمو کې ولسي وګړو ته د زده کړو ترلاسه کولو زمینه برابره شوې چې په تېر کې یې هېڅ ډول زده کړو ته لاسرسی نه درلود.