د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي چې په یاد ولایت کې یې د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې هم خلکو ته د پخوا په پرتله ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
د عامې روغتیا ریاست د مسوولینو په وینا، په شپږو ولسوالیو کې د ۱۱ روغتیایي مرکزونو د جوړېدو چارې هم روانې دي، چې په جوړېدو سره به یې د سیمې د خلکو شته ستونزې حل شي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف د ولایتې ادارې او اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ د تېر کال د لاسته راوړنو او رسنیو سره د معلوماتو شریکولو په یوه کنفرانس کې ویلي چې د مرکز په ګډون یې ولسوالیو کې هم خلکو ته ګڼې روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړي او په دې ولایت کې ګڼ روغتونونه او روغتیایي مرکزونه فعالیت لري، چې د ۱۰۱۲ ښځینه روغتیا پالانو په ګډون پکې ۴۸۶۳ تنه چوپړونه وړاندې کوي.
د نوموړي په خبره د دې ولایت په شپږو ولسوالیو کې د ۱۱ روغتیایي مرکزونو د جوړېدو چارې هم روانې دي، چې په جوړېدو سره به یې د سیمې د خلکو شته ستونزې حل شي.
نوموړي زیاته کړې، ننګرهار کې ۵۲ روغتیایي مرکزونه ودانۍ نه لري او په غیر معیاري شخصي کورونو کې فعالیت کوي او له اړوند ادارو موسسو یې وغوښتل، چې د جوړېدو په برخه کې دې ورسره همکاري وکړي.
بل پلو، د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي چې وزارت د هېواد په هرې ولسوالۍ کې د یوه یوه معیاري روغتون د جوړولو تکل لري