ډېر لوستل شوي

د یتیم تاق د دوو ګازي څاه ګانو د کیندنې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د جوزجان ولایت د یتیم تاق سیمې د دوه ګاز لرونکو څاګانو د کیندنې تړون له یو ترکیې شرکت سره لاسلیک کړی.

دا تړون د ۷.۵ میلیون ډالرو په ارزښت له یو ترکیې شرکت سره لاسلیک شوی چې ددې څاګانو د کیندنې چارې به په یوه یوه کال کې بشپړې شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، شیخ شهاب الدین دلاور ویلي، له دغو څاګانو به په ورځني ډول درې لکه متره مکعب ګاز استخراج او دغه راز به ۶۰ زره ډالر د دولت خزانې ته ور اضافه شي.

نوموړی دغه راز ویلي، د څاګانو له دې کیندنې سره به خلکو ته د کاري بوختیاوو رامنځته کېدو ترڅنګ، له دغو ګازو په هستوګنیز کورونو، د برښنا تولید، د ښېښو جوړلو کارخونو او نورو برخو کې ګټې پورته شي.

 ښاغلي دلاور زیاته کړه: (( له دې څاګانو به د ورځې ۳۰۰ متر مکعب ګاز استخراج شي، زر متر مکعب ګاز په ۲۰۰ ډالرو ده، له دې څاګانو به د افغانستان خزانې ته ۶۰ زره ډالر روزانه ځي.))

له دې سره سم یو شمېر اقتصادي شنونکي د کانونو تخصصي او قانوني کيدنې باندې ټینګار کوي او  زیاتوي، چې له سره به د هېواد اقتصاد پیاوړی او دغه راز به خلکو ته کاري زمینې برابرې شي.

د اقتصادي چارو شنونکي ادریس محمدي ځاځي ویلي: (( په معدنونو کې اول ګام شفافیت دی،دویم ګام تعهد دی، دریم ګام تخصص دی او دغه درې واړه ګامونه کولای شي د معدنونو شتون د یو مملکت د سرفرازی، د سربلندۍ او د ثبات اخیري سطحې ته ورسوي.)) د کانونو او پټرولیم وزارت د مالوماتو پر بنسټ، اوسمهال د جوزجان ولایت له بېلابېلو فعالو طبیعي ګاز لرونکو څاګانو ۶ سوه زره متر مکعب ګاز استخراجیږي، چې ددغو دواړو څاګانو فعالیدو سره به د ګازو ورځنی استخراج نږدې یو میلیون متر مکعب ته لوړ شي.

اړوند خبرونه