د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري وړ، مسلکي او ژمن کسان اړوندو وزارتونو او ادارو کې پر دندو ګومارل کیږي.
د ښاغلي مجاهد په وینا، په وزارتونو او اداراتو کې نوې ګومارنې د ادارو د چارو د ښه ترسراوې، د تجربو او وړتیاو د لېږد په موخه ترسره کیږي.
بلخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي هم په دولتي ادارو کې د اشخاصو پر تغیر او تبدیل ټینګار کوي او زیاتوي، چې په دې چارې سره د کاري سمون ترڅنګ لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کیدلای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ په یوه وزارت او څو حکومتي بنسټونو کې نوې ګومارنې شوې دي.
په نویو ګومارنو کې د افغانستان بانک پخوانی رییس ملا هدایتالله بدري د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست په توګه، د سرې میاشتې ټولنې پخوانی مرستیال ملا نورالدین ترابي له پېښو سره د مبارزې ادارې د سرپرست په توګه، د کانونو او پټرولیم وزارت پخوانی سرپرست شیخ شهابالدین دلاور د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست په توګه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې پخوانی سرپرست مولوي مطیعالحق خالص د چاپېریال ساتنې ادارې د سرپرست په توګه، د مرکزي بانک پخوانی لومړی مرستیال نوراحمد اغا، د دغه بانک د سرپرست په توګه ګومارل شوي دي.
دغه راز د دولتي ادارو په تازه ادلون بدلون کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ چارو مخکنی معین مولوي قدرت الله جمال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین په توګه ، د استخباراتو عمومي ریاست، د اقتصادي فساد سره د مبارزې ریاست مخکنی رییس مولوي احمد الله زاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ چارو د معین په توګه، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مخکنی سرپرست حافظ عزیز الرحمن، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توګه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ګرځندوی، مالي او اداري مخکنی معین ملا سعدالدین، د چاپيریال ساتنې ادارې د مالي او اداري مرستیال په توګه ګومارل شوي دي.
د سیاسي شنونکو سربېره، یو شمېر خلک هم تازه ګومارنې پرځای بولي. د دوی په وینا، له نویو ګومارنو سره به په اړوندو دولتي ادارو کې د وړ او تجربه لرونکو کسانو په ټاکنې سره به اړوندو چارو ته پر وخت رسېدنه وشي