د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب امید راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د ټرانس هیمالیا ناسته له لاسته راوړنو ډکه وه.
د ښاغلي حبیب په خبره، په دغه ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره دپراختیایي او اقتصادي همکاریو پر ټینګښت، په سیمه ییزه او نړیواله کچه د اقتصادي او سوداګریزې همکاریو پياوړتیا او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې اترې شوې دي.
ښاغلي حبیب وویل: (( هر هېواد د اقتصادي او ټولنیز ثبات لپاره اړتیا لري، ترڅو له ګاونډیو، سیمې او نړیوالې ټولنې له بېلابېلو هېوادونو سره ښه اقتصادي تعامل او د همکارۍ لار غوره کړي.))
نوموړی وایي، افغان پلاوي د ټرانس هیمالیا ناستې په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو له استازو سره د خصوصي سکټور د ودې او پراختیا په موخه جلا لیدنې هم درلودلي او همداراز ډاډ ورکړل شوی څو افغانستان کې پانګونې ترسره کړي.
نوموړي وویل: (( د افغانستان استازي له هر فرصت څخه د وطن د ښېرازۍ او اقتصادي ودې لپاره ګټه پورته کوي، د حاشیوي لیدنو په ترڅ کې د خصوصي سکتور د ودې د بهرنیو پانګوالو جذبولو او اقتصادي همکارۍ برخې باندې تمرکز شوی او د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره په دې تړاو خبرې شوې دي.))
د اقتصاد وزارت ویاند دغه راز ویلي، د تېر په پرتله له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پراخې شوي او دمګړۍ له نږدې ۹۰ هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري.
عبدالرحمن حبیب وړاندې وویل: (( اوسمهال تر پخوا سیمه ییز همکارۍ برخه کې مهمې لاسته راوړنې تر سترګو کیږي، شاوخوا ۹۰ هېوادونو سره تجارتي او سوداګریزې راکړې ورکړې موجودې دي.))
د ټرانس هیمالیا څلورمه غونډه د چین په کوربتوب د جولای په درېیمه پيل او پنځمه پای ته ورسېده.
په دغه غونډه کې د چین دولت د لوړپوړو چارواکو په ګډون افغان حکومت پلاوي او د نورو هېوادونو استازو برخه اخیستې وه چې پکې د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، ټینګښت او پر یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې