ډېر لوستل شوي

عنایت الله الکوزی: تراوسه لس میلیونه سیمکارتونه قانوني ثبت شوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي پرون(یکشنبه، چنګاښ ۱۸مه) په خپل اېکس د لسو میلیونو سیمکارتونو د قانوني ثبت او راجستر خبر ورکړی دی.

د ښاغلي الکوزي په خبره، کابل ښار کې دا پروسه ۶۰ سلنه بشپړه شوې او پاتې ۴۰ سلنه سیمکارتونه به هم په نږدې وخت کې ثبت شي.

مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت همدارنګه هر مخابراتي شرکت ته د ۲۵۰ زرو سیمکارتونو د ثبت لارښونه کړې او د همدې پروسې له بشپړولو سره به اټرا ادارې څخه نوي سیمکارتونه ترلاسه کړي.

د عنایت الله الکوزي په خبره: که څه هم یاده پروسه افغانستان کې پر یوې پیچلې موضوع بدله شوې وه او د معما بڼه یې غوره کړې وه چې د حل په موخه یې مؤثر ګام نه و پورته شوی، خو اوس افغانستان کې د مخابراتو په تاریخ کې لومړی ځل شو چې ټول استفاده کېدونکي سیمکارټونه یوې قانوني پروسې ته وغورځېدل او دا پروسه اوس پوره قانوني او بریالۍ ده.

‏اوسمهال افغانستان کې کابو ۲۳ میلیونه سیمکارتونه فعاله دي. مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت همدارنګه مخابراتي شرکتونو ته ویلي چې د خپل ظرفیت لوړونې لپاره دې ګرځنده ټیمونه وګوماري.

اړوند خبرونه