ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت تمه لري چې پر بانکي سیستم لګېدلي بندیزونه پای ته ورسیږي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره کتلي دي.

په یاده کتنه کې د جاپان سفیر ویلي چې د دوحې درېیمه ناسته بریالۍ او مهمه وه. د ښاغلي کورومیا په اند په دې او ورته ناستو کې د اسلامي امارت ګډون دوه اړخیز تعامل ته زمینه برابروي.

تاکایوشي کورومیا د اسلامي امارت له لوري له نشه یي توکو سره مبارزه او خصوصي سکټور ته د اسانتیاوو برابرول ستایلي دي.

 ‏د جاپان سفیر، له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټينګار کړی او څرګنده کړې يې ده، چې هېواد یې په افغانستان کې د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره اساسي پروژې پلي کړي او په دې برخه کې به یې همکاري دوام ومومي.

‏د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال هم په خپلو خبرو کې له افغانانو سره د جاپان له مرستو څخه د مننې ترڅنګ هیله ښودلې چې د دوحې ناستې ګډونوال د نشه يي توکو د بدیل کښت او د خصوصي سکټور اړوند د پیاوړتیا ژمنې عملي کړي.

‏سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر د دوحې درېیمه ناسته بریالۍ او مهمه یاده کړې او ویلي یې دي چې په دې ناسته کې ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان شرایط او وړاندیزونه منلي او اسلامي امارت تمه لري چې د افغانستان پر بانکي سیستم لګېدلي بندیزونه پای ته ورسیږي.

نوموړي وړاندې ټینګار کړی چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره پراخې اړیکې غواړي او چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر وړاندې وکاروي. د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې جاپان له افغان کروندګرو سره لس میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې ده.

اړوند خبرونه