ډېر لوستل شوي

پکتیکا کې د  ۷ ښوونځيو د رغونې چارې پیل شوې

د هېواد په سویل ختیځ زون پکتیکا ولایت کې د ۷ ښوونځیو د رغونې چارې پیل شوي.

یاد ښوونځي به ددې ولایت په زیړوک، برمل، ګومل، تروو، اورممی، سروبي او ګیان ولسوالیو کې جوړ شي. ویل کیږي چې پر دې ښوونځیو به ټولټال ۹۲ میلیونه افغانۍ لګښت راشي.

د پکتیکا د ځایي مسوولینو په قول، تر دې وړاندې به ددې ښوونځیو زده کوونکو  تر شنه اسمان لاندې زده کړې کولې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا پکتیکا ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۱۷ ښوونځیو د جوړونې خبر ورکړی و. دا ښوونځي د پکتیکا په ۱۵ ولسوالیو کې د ۱۶۷ میلیونو افغانیو په ارزښت  د یونیسیف موسسې په مالي ملاتړ جوړیږي.

اړوند خبرونه