د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت نن مازیګر(دوشنبه، چنګاښ ۱۸مه) په خپل اېکس د ۳۷ موټرونو د ټرانسپورټي چوپړونو د ځنډولو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت وړاندې لیکلي چې د تخنیکي خدمتونو خوندیتوب ریاست له لوري د کابل ښار په ترمینلونو کې د ۴۶۵ مسافروړونکو موټرو تخنیکي وضعیت کنټرول شوی چې له ډلې یې د ۳۷ موټرو فعالیت ودرول شو.
د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت ددې موټرونو د فعالیت ځنډېدلو علت تخنیکي ستونزي او د څوکیو ډېروالي بولي.
وزارت همدارنګه د ۲۳ نورو موټرونو د تخنیکي ستونزو د حل خبر هم ورکوي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت د بېلابېلو عوارضو او اضافي څوکۍ لرونکو موټرونو فعالیت ځنډولی وو