د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې ازبکستان کې د افغان پلاوي له لوري د نهایي شویو موضوعاتو د تعقیب لپاره ځانګړې کمېټه ټاکل شوې.
دا غونډه نن(سه شنبه، چنګاښ ۱۹مه) په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه.
دې غونډه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر متوازن بیلانس، د باروړونکو موټرونو د شمېر پر زیاتوالي، د حیرتان بندر پر ۲۴ساعته کولو، د ګډې سوداګریزې خونې د جوړېدو، په ترمذ کې د افغان – ازبک ګډ سوداګریز مرکز څخه ګټنه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د قرنطین اړوندو هوکړهلیکونود نهایي کولو، د وسپنې، مسو او ډبرو سکرو په کانونو کې د ازبک پانګوالو پر پانګونې، په افغانستان کې د سیمنټو د تولیدي کارخونې د جوړېدو، د ترمذ- مزارشريف تر هرات او کندهار پورې د وسپنې پټلۍ شبکې غځولو کې د ازبکستان د همکارۍ، د نایب آباد سټېشن پر پراختیا، د سورخان- پلخمريد برېښنا لېږد په برخه کې د ازبکستان پر پانګونې او یوشمېر نورو موضوعاتو اړوندو کمېټو ته دندې سپارل شوي؛ تر څو یاد موضوعات تعقیب کړي او پر وخت یې پایلې د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي