ارګ په خپله رسمي اېکس پاڼه بېګاه شپه(دوشنبه، چنګاښ ۱۸مه) د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د ننګرهار پوهنتون د استاد او تکړه شاعر فضل ولي ناګار او نورو استادانو د کتنې خبر ورکړی دی.
په دې ناسته کې استاد ناګار او د دې پوهنتون نورو استادانو هېواد کې د سراسري امنیت په ټینګښت، او د رغنیزو پروژو په پلي کېدو خوښي ښودلې ده. استادانو همدارنګه هېواد کې د تحصیلي سیسټم پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی.
په ورته وخت کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې ویلي، چې د ښوونیز او تحصیلي نظام پیاوړتیا مهمه اړتیا ده او اسلامي امارت دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کوي.