د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور ریاست ددې ولایت په دوو ولسوالیو کې د ۱۵۵بېلابېلو پروژو د ګټې اخیستنې خبر ورکوي.
دغه پروژې د یاد ولایت د کلیو بیارغونې ریاست په همغږۍ د افغانستان ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې په ارګون او یوسف خیلو ولسوالیو کې بشپړې شوي دي.
پر دې پروژو ټولټال ۲۲۲ میلیونه او ۲۵۰زره افغانۍ لګښت راغلی.
د پکتیکا د کلیو بیارغونې ریاست په قول، دغو پروژو کې لویې لارې، پلونه، پلچکونه، کانالونه، کارېزونه، د اوبو ذخیره کولو سیستمونه او ګڼ شمیر نورې پروژې شاملې دي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا دې ولایت ته په خپل سفر کې د ۱۷ ښوونځیو د جوړونې خبر هم ورکړی و.