ډېر لوستل شوي

لوګر کې د اسلامي نظام د پایښت او د ولسونو د یووالي غونډه جوړه شوه

لوګر کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست له لوري د اسلامي نظام د پایښت او د ولسونو د یووالي او همغږۍ ستره غونډه ترسره شوې.

یاده غونډه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د وزیر، ځایي مسوولینو او د پل علم په ګډون د ۶ ولسوالیو قومي مخورو په شتون کې ترسره شوه.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ملت او نظام ترمنځ ارتباطي پل یاد کړی او په وینا یې موږ وخت ناوخته د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه اورېدلي او تر مشرتابه پورې مو رسولي دي.

شیخ حقاني همدارنګه ویلي چې لوګر د هېواد جهادي صف کې لوړ او تاریخي ځای لري.

دې غونډې ته د ازرې ولسوالۍ قومي مخور حاجي خوشال ویلي چې افغانستان اوسمهال په یوه امر اداره کیږي او په هره برخه کې مخ پر وړاندې روان دی.

نوموړي له مسوولینو غوښتنه کړې چې د مرکز پل علم ـ ازرې سړک دې په بنسټیز ډول ورغول شوي.

اړوند خبرونه